banner
hashmi333.bsky.social
@hashmi333.bsky.social
اپر دیر تحصیل باراول کښې د ایف سی ونګ 183 صوبیدار عرفان خان د پاک افغان پولې نه مخکښې پوستې ته د تګ په مهال د ښویدو له وجې مړ شوی دی.
January 6, 2025 at 4:56 AM
‏ډيره اسماعيل خان، تيره شپه د درابن پوليس سټيشن په حدودو کښي نامعلومه وسله والو د درابن پوليس چيک پوسټ باندي حمله کړي ده۔

چې په دغه حمله کې پوليس عصمت الله او د ګمرک يو کارکوونکى وژل شوی دې، او يو پوليس ټپي شوی دی.
December 31, 2024 at 4:24 AM
‏د خېبر په ملاګوري سیمه کې د وسله والو سره د ډزو په تبادله کې کېپټن زوهیب سخت ژوبل شوی وو، خو د زخمونو له امله یی ساه ورکړه.
له هغه سره دوه ژوبل پوځیان پېښور ته لېږدول شوي دي:
December 1, 2024 at 6:09 AM
په باجوړ کې چاودنه شوي ده چي په ترس کي یی ملک اضغر وژل شوی دی
November 23, 2024 at 5:16 AM
د پوځي سر پرې شوی او له ځانه سره وړل شوی دی. په تپي میرانشاه کې د بې پیلوټه الوتکې له هغه برید وروسته چې څو ورځې وړاندې په کې 5 قومندانان، د هغوی مېرمنې او 4 لوڼې شهیدان شول، دا ډول بریدونه ډېر شوي دي.
November 20, 2024 at 7:50 AM
تيره ورځ د ايف سي دريوبا په 151 پلاټون باندي د وسله والو لخوا حمله شوي وه او د وسلوالو سره په مقابله کښي د ايف سي 151 پلاټون 2 اهلکار مړه او 4 ژوبل شوي وو
01.خصیب الله ووژل شو
02.عثمان الله ووژل شو
زخمي عسکر
03.اورنګزیب
04. راشد نواز
05.امیرالله
06.خادم الله
November 20, 2024 at 4:36 AM
د پاکستاني طالبانو سره تړلو رسنیو حسابونو د خیبر په تیراه سیمه کې د یوې نښتې په ترڅ کې د پوځ د یوه افسر او یو سرتېری سرونه غوڅ شوي انځورونه شریک کړي او ادعا کوي چې سرونه یې له ځانه سره وړي دي. له اوږده ځنډ وروسته، ټي ټي پي د سرونو پرې کولو عمل بیا پیل کړ.
November 19, 2024 at 6:28 AM
بنو: په سین تانګا جاني خیل کې نامعلومو کسانو ملک شودي خیل له خپلو دریو ملګرو سره وژلی دی.
November 19, 2024 at 6:01 AM
د پيښور ليډي ريډنګ هسپتال کښي د پیندو پوليس اے ايس آئي د ډاکټرانو د غفلت له وجي مړ شوی دی، ویل کیږي چې دغه ASI د ډینګي ویروس ناروغ وو

د وژل شوي کس خپلوانو له ډاکټرانو سره سخته شخړه وکړه، په دې اړه ډاکټرانو هم احتجاج کړی او په بېړني حالت کې د ناروغانو د درملنې بایکاټ کړی دی
November 19, 2024 at 5:41 AM