Ahmadmussasalar
ahmadmussasalar.bsky.social
Ahmadmussasalar
@ahmadmussasalar.bsky.social
د پښتنو په خاوره مينې امن او خپل واکې له غږ پورته کول خپل فرض ګڼم ځکه چې مينه ژوند امن او امن خپل واکې
څه د بونیر خلق او څه د شانګلې هلکان
January 5, 2025 at 5:34 AM
نشې مشې غزل مزل شراب مراب قيصه ده
زما پۀ حقله دې ښار کښې ده خراب مراب قیصه ده

که لوږه مږه تنده منده ستايې حقیقت دي
ګني نو دا ثواب مواب عذاب مذاب قیصه ده

سرونه خوږوى څۀ شاعران ماعران ناست دي
پښتو مښتو کوي څۀ د نصاب مصاب قیصه ده

#ابرارغر-پښتانه-پښتو
December 10, 2024 at 2:37 PM
د مينې خيال د تهمتونو پۀ باران اخله
که دنيا دوه ډلې شوه ډله د جانان اخله

په سوداګانو کښې د زړونو ګټې چا کړې دي
دا ځینې ځینې سوداګانې د تاوان اخله
#رحمت-شاه-سائل#پښتو#پښتانه
December 10, 2024 at 2:32 PM
او مينه دنه سړى نه سړى جوړه وي
کرکه د ښه سړى نه سپى جوړه وي

نن مي کولال ته ډېر غنم اومنل
او ملالې تاته به منګى جوړه وي

د کيماګر اشنا لمن رانيسم
هغه له نشى نه يوشى جوړه وي

دا پيغلتوب يې خوږ اوکه اوګنړم
چې له جينۍ نه مرچکى جوړه وي

د بدرنګي مخه به نيسې کاروان
ځان د سندرو ارواکى جوړه وي
December 10, 2024 at 2:30 PM
سور باچاخانے او کلک قام پرست يم هم د دې فکر ملګرې دې ما فالو کړې زه به يې بيا فالو کړم
December 9, 2024 at 10:49 AM