ihtishamali.bsky.social
@ihtishamali.bsky.social
ذرې، ذرې شي چې رڼا ته رسي لمر ته رسي
‏ستوري د سختو نه تېرېږي چې سحر ته رسي

‏د مزل ستړي د منزل په مخکې هيڅ هم نه وي
‏له غرونو اوړي چې سيندونه سمندر ته رسي

‏په ما هم هغه څوک د کفر ګواهي ورکوي
‏څوک چې زما په زور محراب ته ځي منبر ته رسي

‏⁧‫#صاحب‬⁩ شاه صابر
November 17, 2024 at 9:13 PM